Preserving, Promoting, Revitalising Art & Culture

مرګیه مه راځه درځمه
کفن په ترخ کښې د سیالۍ مېدان له ځمه
مرګیه مه راځه درځمه
سر په تلي کښې د الله دربار له ځمه
مرګیه مه راځه درځمه!

په چارسده کښې کربلا ده
د غدارانو پرې صلا ده
په سرفروشو واوېلا ده
زه د خپل قام سره په مرګ سیالي کومه
مرګیه مه راځه درځمه

یو د وطن په خاوره جنګ دے
ښکلے مېدان د نام و ننګ دے
مورې ورځمه زړۀ مې تنګ دے
په خپله خاوره خپله وینه تویومه
مرګیه مه راځه درځمه!

سرې جامې راکړه زما مورې
سر راله غوړ کړه سترګې تورې
نوم د پښتون دے په ما پورې
په پښتنه خاوره خپل سر قربانومه
مرګیه مه راځه درځمه!

یو خوا ته توپې مشینونه
د حکومت واړه فوځونه
بل خوا ته قام خالي لاسونه
مقابلې ته مې کتل حېرانېدمه
مرګیه مه راځه درځمه!

د خوېندو غېږ کښې ماشومان
په سر نیولے وو قران
آواز ئې دا وو په مېدان
فخر افغانه تا ګټم په خپله مرمه
مرګیه مه راځه درځمه!

تالا ئې کړل زمونږ کورونه
بیا ئې ور پورې کړل اورونه
زمونږ پرې نه رسي زورونه
له داسې ژونده را له مرګ ښه دے بې غمه
مرګیه مه راځه درځمه!

په اخرت چې رب قاضي شي
په شفاعت رسول راضي شي
وار د شهید او د غازي شي
زه به غلبېل سینه د خداے په مخکښې ږدمه
مرګیه مه راځه درځمه!

عبدالمالکه ځان فدا کړه
پورته د حق یوه صدا کړه
نوے ژوندون قام له پېدا کړه
که خداے راضي شي سفارش به دې کوومه
مرګیه مه راځه درځمه!

ـــــــــ
کلام: عبدالمالک فدا